د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د بدخشان اشکاشم بندر ته سفر وکړ
تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه د نشراتي معین مهاجر فراهي او لوی درستیز قاري فصيح الدین فطرت په ملتیا د بدخشان اشکاشم بندر ته سفر وکړ.
یاد بندر چې د افغانستان او تاجکستان هېواد ګډه سوداګریزه پوله ده، د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې موقعیت لري.
ښاغلي خیرخواه د یاد بندر څخه د لیدنې پر مهال خوښي وښوده او زیاته یې کړه موږ
او تاجکستان هېواد ګډ فرهنګ او پیاوړي اړیکې سره لرو.
ددې ترڅنګ یې هلته د مسؤلینو پر ښه نظم او روان فعالیت هم خوښي څرګنده کړه.
ورپسې ښاغلي مهاجر فراهي ژمنه وکړه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت به ددې سیمې خلکو ته د راډیو FM د جوړېدو هڅه وکړي، څو د یادې سیمې اوسېدونکي له عامه پوهاوي او د هېواد له روان وضعیت د خبرېدو څخه برخمن شي.
وروستيو کې لوی درستیز قاري فصيح الدین فطرت هغه ادعاوي رد کړې چې په دې وروستۍ کې ملګرو ملتونو د افغانستان د سرحداتو د نه خوندیتوب په اړه کړي وې، هغه زیاته کړه د هیواد سرحدات خوندي او د اسلامي امارت تر کلک څار لاندي دي.
۱۴۴۵/۲/۲۱ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۱۴ هـ ش
