د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته درې عدده فرانسوي مخابرې وسپارل شوې
د لغمان ولايت جهادي شخصيت ملا عبدالقاهر اخندزاده د خپلې جهادي دورې پر مهال له فرانسویانو څخه نیول شوې درې عدده مخابرې د ښې ساتنې په موخه د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند جهادي موزيم ته وسپارلې.
ملا عبدالقاهر اخندزاده د اسلامي امارت هغه اقدام وستايه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې يې د جهادي اثارو د ساتنې لپاره عمومي رياست جوړ کړی دی.
ښاغلي اخندزاده وویل: ۲۰۰۸ کال کې د جهادي دورې پرمهال یې د بادپښ ولسوالۍ اړوند د شاه ګلیانو او سپیرکونډۍ سیمه کې د فرانسې پر عسکرو برید وکړ، چې په پایله کې يې د ګڼ شمېر نورو مهماتو ترڅنګ دغه مخابرې هم ترې ترلاسه شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي عبدالنور رسولي جهادي شخصیت ملا عبدالقاهر اخندزاده د اسلامي نظام د حاکميت په لاره کې د سرښندونکو اتلانو د کاروان يو ځلانده ستوری وباله او ويې ويل: د همداسې مجاهدینو د هڅو په برکت نن په هېواد کې سرتاسري امنيت، اسلامي نظام او ورورولي ټينګه شوې ده.
نوموړي زياته کړه؛ چې د جهادي اثارو ساتنه يو اسلامي رسالت دی، چې دښمنان او د هغوی مزدوران زموږ وياړلی تاريخ تحريف نه کړي او راتلونکي نسلونه د خپلو فاتحو نيکونو پر پل قدم کېږدي.
۱۴۴۸/۰۶/۱۰ هـ ق
