لوګر کې لسګونه تنه ځوانان د ویناوالۍ له دوه میاشتني روزنیز پروګرام څخه فارغ شول

wasim_admin
Mon, Nov 02 2026 11:15 AM
//

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز د ویناوالۍ له دوه میاشتني روزنیز پروګرام څخه ۷۰ ځوانان فارغ شول.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم، د یو شمېر ملکي ادارو مسؤولینو، زده‌کوونکو، د زده کوونکو والدینو او ځوانانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار وویل؛ د حق او باطل ترمنځ مبارزه ډېری وخت د وینا له لارې ترسره کېږي او ځوانان ستر مسؤولیت لري، چې د اسلامي نظام د ساتنې او د باطلو افکارو د له منځه وړلو لپاره د وینا فن زده کړي. نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د ځوان نسل د فکري روزنې او د علمي ظرفیت لوړولو لپاره به ورته پروګرامونه دوام ولري.
دغه راز د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم او غونډه کې نورو ویناوالو د ورته پروګرامونو جوړول د ځوانانو د جرئت لوړولو، فکري رغښت او فکري مبارزې لپاره مهم وبلله او له زده‌کوونکو څخه یې وغوښتل، چې خپل علمي ظرفیتونه لوړ کړي، ترڅو په راتلونکي کې خپل مسؤولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
ورته مهال، فارغ شویو ځوانانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له هڅو مننه وکړه او د لوګر ځوانانو لپاره یې د مسلکي ودې او مهارتونو لوړولو په موخه د نورو فرصتونو د برابرېدو غوښتنه هم وکړه.
د یادونې وړ ده، چې په دې دوه میاشتني روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د عامه وینا اصول، د مخاطبینو د جذب لارې چارې، په سټېج کې د جرائت ساتلو او د وینا عملي مهارتونه په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

۱۴۴۸/۵/۲۱ هـ ق