د ازبکستان فرهنګي پلاوي د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ له تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۱۶
..

د ازبکستان  جمهوريت فرهنګي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او د تاریخي آبداتو د لیدنې په موخه، د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسوولینو، سیمه‌ییزو ادارو مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او د اندخوی ولسوالۍ له فرهنګیانو سره لیدنه وکړه.
د ازبکستان جمهوریت پلاوي چې مشري یې د فرهنګي میراثونو ادارې د رئیس مرستیال عزیزجان عارپ جانوف کوله په بلخ کې د ازبکستان د سرقونسل جعفر فتاحوف په ملتیا، د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس مولوي شمس ‌الدین محمدي، سیمه‌ییزو مسوولینو او یو شمېر فرهنګیانو سره وکتل او د فرهنګي میراثونو په اړه یې خبرې وکړې.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د اندخوی ولسوالۍ د تاریخي آبداتو د مخینې په اړه معلومات وړاندې کړل او د دغو تاریخي آثارو د بیارغونې، ساتنې او پالنې په برخه کې یې خپل وړاندیزونه له دغه پلاوي سره شریک کړل.
همدارنګه، یاد پلاوي له بابا ولي تاریخي آبدې، جامع جومات، مدرسې، د شیبانیانو له تاریخي حوض او د چهارده معصوم له زیارت څخه لیدنه وکړه. د دې لیدنې په لړ کې، د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو د یادو آبداتو د تاریخي مخینې او فرهنګي ارزښت په اړه پلاوي ته معلومات ورکړل.
د ازبکستان پلاوي هم د فرهنګي او تاریخي میراثونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او د دغو آثارو د ساتنې او پالنې په برخه کې یې د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه.

۱۴۴۸/۵/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۱۶
Background image

د ازبکستان فرهنګي پلاوي د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ له تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان  جمهوريت فرهنګي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او د تاریخي آبداتو د لیدنې په موخه، د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسوولینو، سیمه‌ییزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۶
Background image

میدان وردګو کې لسګونو زده کوونکو ته علمي سیمینار وړاندې شو

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب‌ الله مجاهد په دې ولایت کې د یوه خصوصي لېسې لسګونو زده‌ کوونکو او استادانو ته د زده‌ کړو د ارزښت په اړه علمي سیمینار وړاندې کړ.
ښ. . .

BACK TO NEWS