د نیمروز او سمنګان ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ته جهادي آثار وسپارل شول
د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند جهادي موزیم ته د یاد ولایت د جهادي قومندان مولوي محمد اسماعیل (خالد عمر) له لوري یوه تاریخي وسله، چې د MG 34 (Maschinengewehr 34) په نوم پېژندل کېږي، وسپارل شوه. یاده وسله د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو څخه په غنيمت نېول شوې وه او د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د جګړې پر مهال هم کارول شوې ده.
دغه راز د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند جهادي موزیم ته د یاد ولایت د یو تن مجاهد ملا محمد حسن وفا له لوري یو میل (پپشه) وسپارل شوه.
د یادونو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو وویل: د جهاد د دورې د تاریخي آثارو ساتنه او خوندي کول د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراثونو په بډاینه او راتلونکو نسلونو ته د هېواد د تاریخ په لېږد کې ځانګړی اهمیت لري.
د مسؤلینو په وینا؛ هڅه کوي، چې د هېواد د معاصر تاریخ اړوند تاریخي آثار راټول، ثبت او د راتلونکو نسلونو لپاره په موزیمونو کې خوندي کړي.
۱۴۴۸/۰۶/۱۱ هـ.ق
