د ازبکستان فرهنګي پلاوي د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ له تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه
د ازبکستان جمهوريت فرهنګي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او د تاریخي آبداتو د لیدنې په موخه، د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسوولینو، سیمهییزو ادارو مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او د اندخوی ولسوالۍ له فرهنګیانو سره لیدنه وکړه.
د ازبکستان جمهوریت پلاوي چې مشري یې د فرهنګي میراثونو ادارې د رئیس مرستیال عزیزجان عارپ جانوف کوله په بلخ کې د ازبکستان د سرقونسل جعفر فتاحوف په ملتیا، د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس مولوي شمس الدین محمدي، سیمهییزو مسوولینو او یو شمېر فرهنګیانو سره وکتل او د فرهنګي میراثونو په اړه یې خبرې وکړې.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د اندخوی ولسوالۍ د تاریخي آبداتو د مخینې په اړه معلومات وړاندې کړل او د دغو تاریخي آثارو د بیارغونې، ساتنې او پالنې په برخه کې یې خپل وړاندیزونه له دغه پلاوي سره شریک کړل.
همدارنګه، یاد پلاوي له بابا ولي تاریخي آبدې، جامع جومات، مدرسې، د شیبانیانو له تاریخي حوض او د چهارده معصوم له زیارت څخه لیدنه وکړه. د دې لیدنې په لړ کې، د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو د یادو آبداتو د تاریخي مخینې او فرهنګي ارزښت په اړه پلاوي ته معلومات ورکړل.
د ازبکستان پلاوي هم د فرهنګي او تاریخي میراثونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او د دغو آثارو د ساتنې او پالنې په برخه کې یې د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه.
۱۴۴۸/۵/۲۹ هـ ق
