دکورنيو چارو وزير د رسنيو له مسؤلينو او اسلام پاله مبارزينو سره وکتل

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۱۷:۵۱
.....

دکورنيو چارو وزير د رسنيو له مسؤلينو او اسلامپال مبارزينو سره وکتل

د ا.ا.ا. د کورنيو چارو سرپرست وزير محترم خليفه سراج الدين حقاني روزګان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور له رئيس، د رسنيو له مسؤلينو او اسلامپال مبارزينو سره وکتل.
په پیل کې د یاد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاري آغاولي قريشي خبرې وکړې او په رسنيزه برخه کې یې ډاډ ور کړ، چې ټول فعالیتونه یې د اسلامي او ملي ارزښتونو سره سم دي.
ښاغلي قريشي د کورنيو چارو محترم وزير ته ډاډ ورکړی چې په دغه ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست په اجتماعي پروګرامونو او نورو اړونده برخو کې ښې لاسته راوړنې لري او په راتلونکي کې به په رسنیزه برخه کې زياتې هڅې وکړي.
ورپسې د کورنيو چارو محترم وزير د نوموړي لاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل او په دغه ولایت کې یې د رسنيو د مسؤلينو، اسلامپال مبارزينو او دولتي مسؤلينو ترمنځ د لا ښې همغږۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې اوس په هېواد کې بشپړ امنیت راغلی، باید د هېواد د آبادۍ لپاره کار وشي.

 ۱۴۴۵/۲/۴ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۳۰ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست او غور ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS