تخار کې ځوانانو ته یو ورځنی علمي سمینار جوړ شو
د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د زُمر علمي او کلتوري بنسټ په همکارۍ ځوانانو ته "د انسان د بریا رازونه د اسلام له نظره" تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي سمینار د دې ولایت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیحالله انصاري ځوانان د ټولنې خوځنده ځواک وباله او ویې ویل: که یو مسلمان ځوان بیداره او باخبره وي، کولای شي خپل دین او ټولنه د پرمختګ لوړو درجو ته ورسوي.
نوموړي زیاته کړه؛ چې امنیت د اسلامي نظام له بنسټیزو ځانګړنو څخه دی او اسلامي امارت د امنیت په ټینګښت سره د ځوانانو د علمي او کلتوري ودې لپاره زمینه برابره کړې ده.
د زُمر علمي او کلتوري بنسټ مسؤل د اسلام له نظره د انسان د بریا د عواملو په اړه خبرې وکړې او د سمینار علمي مطالب یې له ځوانانو سره شریک کړل.
په یاد علمي سمینار کې برخه والو ځوانانو د دې پروګرام هرکلی وکړ او ویې ویل: دا ډول سمینارونه په اوسنیو شرایطو کې د ځوان نسل د دیني او فکري پوهاوي د لوړولو لپاره ډېر ګټور دي.
۱۴۴۶/۱۱/۱۰ هـ ق
