تخار کې ځوانانو ته یو ورځنی علمي سمینار جوړ شو

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۱:۱۴
...

د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د زُمر علمي او کلتوري بنسټ په همکارۍ ځوانانو ته "د انسان د بریا رازونه د اسلام له نظره" تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي سمینار د دې ولایت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح‌الله انصاري ځوانان د ټولنې خوځنده ځواک وباله او ویې ویل: که یو مسلمان ځوان بیداره او باخبره وي، کولای شي خپل دین او ټولنه د پرمختګ لوړو درجو ته ورسوي.
نوموړي زیاته کړه؛ چې امنیت د اسلامي نظام له بنسټیزو ځانګړنو څخه دی او اسلامي امارت د امنیت په ټینګښت سره د ځوانانو د علمي او کلتوري ودې لپاره زمینه برابره کړې ده.
د زُمر علمي او کلتوري بنسټ مسؤل د اسلام له نظره د انسان د بریا د عواملو په اړه خبرې وکړې او د سمینار علمي مطالب یې له ځوانانو سره شریک کړل.
په یاد علمي سمینار کې برخه ‌والو ځوانانو د دې پروګرام هرکلی وکړ او ویې ویل: دا ډول سمینارونه په اوسنیو شرایطو کې د ځوان نسل د دیني او فکري پوهاوي د لوړولو لپاره ډېر ګټور دي.

۱۴۴۶/۱۱/۱۰ هـ ق

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۴
Background image

برگزاری سیمینار آموزشی تحت عنوان(جلوگیری از انحراف فکری) در هلمند

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هلمند سیمینار آموزشی تحت عنوان(جلوگیری از انحراف فکری) برای شماری زیادی از جوانان راه‌اندازی کرد.
آمر امور جوانان بیان داشت که امت اسلامی برای صدها سال در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۵۷
Background image

برگزاری نشست مشورتی کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات 

نشست مشورتی کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست، اعضای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

تثبیت مکان‌ها برای ساخت موزیم جهادی و منارهای شهداء در لوگر

مکان‌های مناسب برای ساخت موزیم حفظ آثار جهادی و منارهای شهداء در ولایت لوگر مشخص گردید و تلاش‌ها جریان دارد تا کارهای عملی این پروژه نیز به زودی آغاز شود.
مولوی ثواب‌جان اسلام‌یار رییس. . .

BACK TO NEWS