تخار کې له خبريالانو او د رسنيو مسؤلينو سره د همږغۍ غونډه وشوه
د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د دغه رياست له خبريالانو سره د همږغۍ غونډه جوړه شوه، د ياد رياست مسؤلينو د دغې غونډې موخه د رسنيزو چارو لا ښهوالی، د رسنيو او امارتي ادارو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا او په رسنيزو خپرونو کې ديني ارزښتونو ته توجه کول ياد کړل.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح الله انصار په ټولنه کې د خبريالانو د مسؤليتونو په اړه وينا وکړه او ويې ويل: خبريالان د ټولنې سترګې او غوږونه دي، نوموړي د رسنيو له استازو وغوښتل، په رسنيز ډګر کې دې د اسلامي امارت پاليسي او د خبريالۍ معيارونه په پام کې ونيسي.
همداراز د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسؤلينو له همکاريو څخه د مننې ترڅنګ وويل: دوی به د اسلامي او افغاني ارزښتونو او د اسلامي امارت د نشراتي پاليسۍ په پام کې نيولو سره خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.
۱۴۴۶/۱۱/۲۱ ھـ. ق
