تخار کې له خبريالانو او د رسنيو مسؤلينو سره د همږغۍ غونډه وشوه

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۶:۱۲
...

د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د دغه رياست له خبريالانو سره د همږغۍ غونډه جوړه شوه، د ياد رياست مسؤلينو د دغې غونډې موخه د رسنيزو چارو لا ښه‌والی، د رسنيو او امارتي ادارو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا او په رسنيزو خپرونو کې ديني ارزښتونو ته توجه کول ياد کړل.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح الله انصار په ټولنه کې د خبريالانو د مسؤليتونو په اړه وينا وکړه او ويې ويل: خبريالان د ټولنې سترګې او غوږونه دي، نوموړي د رسنيو له استازو وغوښتل، په رسنيز ډګر کې دې د اسلامي امارت پاليسي او د خبريالۍ معيارونه په پام کې ونيسي.

همداراز د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو د اطلاعاتو او کلتور رياست د‌ مسؤلينو له همکاريو څخه د مننې ترڅنګ وويل: دوی به د اسلامي او افغاني ارزښتونو او د اسلامي امارت د نشراتي پاليسۍ په پام کې نيولو سره خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

۱۴۴۶/۱۱/۲۱ ھـ. ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۶:۴
Background image

وزیر محترم وزارت اطلاعات و فرهنگ با مسوول حقوق بشر دفتر یوناما دیدار کرد 

محترم شیخ صاحب شیراحمد حقانی وزیر اطلاعات و فرهنگ در دفتر کاری‌اش با فیانوفریزر مسوول حقوق بشر دفتر یوناما و هیأت همراهش دیدار کرد.
در این نشست، دو جانب پیرامون وضعیت رسانه‌ها در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۶
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با مسوولان فوتوکاپی‌ها، کتاب‌فروشان، مؤلفان و ناشران در کاپیسا 

از سوی ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا نشست هماهنگی با مسوولان فوتوکاپی‌ها، کتاب‌فروشان، مؤلفان و ناشران راه‌اندازی گردید.
رییس اطلاعات و فرهنگ، فرمان شماره (۷۲۰۶/۳۴۶۶) عالی‌قدر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۳
Background image

اشتراک مسوولان وزارت اطلاعات و فرهنگ در نشست آیسسکو

قاری عبیدالله حنیف رییس آرشیف ملی وزارت اطلاعات و فرهنگ و محمد شفیق احمدزی رییس روابط خارجه و آتشه‌های فرهنگی این وزارت، در نشست علمی آنلاین پیرامون نسخه‌های خطی اسلامی که از سوی سازمان. . .

BACK TO NEWS