بغلان کې د دوو زرو کلونو تاریخي مخینې لرونکې یوه لرغونې سکه سیمهییز موزیم ته وسپارل شوه
بغلان کې د شاوخوا دوو زرو کلونو تاریخي مخینې لرونکې یوه لرغونې سکه تر موندلو او قانوني مراحلو تر بشپړېدلو وروسته په رسمي توګه د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سیمهییز موزیم ته د ساتنې په موخه وسپارل شوه.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وایي، دغه تاریخي سکه یوه کمعمره هلک د برکې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د څارويو د څرولو پر مهال موندلې ده. د نوموړي په وینا، دغه سکه په رسمي توګه د خوندي ساتلو په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته سپارل شوی او اوس د دغه ریاست په سیمهییز موزیم کې ساتل کېږي.
د ښاغلي هاشمي په وینا؛ لومړنۍ څېړنې ښایي چې دغه سکه د یونان باختر دورې پورې اړه لري او شاوخوا دوه زره کاله لرغونتوب لري؛ خو د کره تاریخ او مشخصاتو د معلومولو لپاره لا نورو څېړنو ته اړتیا ده.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس له خلکو څخه وغوښتل چې د تاریخي اثارو د موندلو په صورت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپاري، ترڅو د هېواد له فرهنګي میراثونو څخه په سمه توګه ساتنه وشي.
۱۴۴۸/۲/۱۸ هـ ق
