بغلان کې د دوو زرو کلونو تاریخي مخینې لرونکې یوه لرغونې سکه سیمه‌ییز موزیم ته وسپارل شوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۳:۰
..

بغلان کې د شاوخوا دوو زرو کلونو تاریخي مخینې لرونکې یوه لرغونې سکه تر موندلو او قانوني مراحلو تر بشپړېدلو وروسته په رسمي توګه د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سیمه‌ییز موزیم ته د ساتنې په موخه وسپارل شوه.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وایي، دغه تاریخي سکه یوه کم‌عمره هلک د برکې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د څارويو د څرولو پر مهال موندلې ده. د نوموړي په وینا، دغه سکه په رسمي توګه د خوندي ساتلو په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته سپارل شوی او اوس د دغه ریاست په سیمه‌ییز موزیم کې ساتل کېږي.
د ښاغلي هاشمي په وینا؛ لومړنۍ څېړنې ښایي چې دغه سکه د یونان باختر دورې پورې اړه لري او شاوخوا دوه زره کاله لرغونتوب لري؛ خو د کره تاریخ او مشخصاتو د معلومولو لپاره لا نورو څېړنو ته اړتیا ده.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس له خلکو څخه وغوښتل چې د تاریخي اثارو د موندلو په صورت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپاري، ترڅو د هېواد له فرهنګي میراثونو څخه په سمه توګه ساتنه وشي.

۱۴۴۸/۲/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۶:۷
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت، د حکومت د اطلاعاتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۳:۰
Background image

بغلان کې د دوو زرو کلونو تاریخي مخینې لرونکې یوه لرغونې سکه سیمه‌ییز موزیم ته وسپارل شوه

بغلان کې د شاوخوا دوو زرو کلونو تاریخي مخینې لرونکې یوه لرغونې سکه تر موندلو او قانوني مراحلو تر بشپړېدلو وروسته په رسمي توګه د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سیمه‌ییز موزیم ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۹:۴۶
Background image

د فکري جګړې په اړه علمي سیمینار وړاندې شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د مبلغینو په مرکز کې د فکري جګړې په اړه علمي سیمینار ترسره شو.
د سیمینار په پیل کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا. . .

BACK TO NEWS