د فکري جګړې په اړه علمي سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۹:۴۶
.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د مبلغینو په مرکز کې د فکري جګړې په اړه علمي سیمینار ترسره شو.
د سیمینار په پیل کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار د فکري جګړې پر اغېزو، د ټولنې د ټولو قشرونو د سالمې روزنې او د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې پر اهمیت خبرې وکړې. نوموړي وویل: د ټولنې د فکري ثبات او د خلکو پوهاوی د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې به ورته علمي او روزنیز پروګرامونه دوام ولري.
ښاغلي نثار له مبلغینو څخه وغوښتل چې د فکري جکړې په اړه په عامه پوهاوي کې له یاد ریاست سره پوره همکاري وکړي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ښوونیز مرکز استاد د فکري جګړې د مفهوم، لاملونو، اغېزو او د مخنیوي د لارو چارو په اړه هر اړخیز سیمینار وړاندې کړ او د ګډونوالو پوښتنو ته یې مناسب ځوابونه وویل.
د مبلغینو د مرکز مسؤلینو او د سیمینار ګډونوالو د دغه علمي پروګرام له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او ویې ویل: دا ډول سیمینارونه د دیني مبلغینو د فکري وړتیاوو په پیاوړتیا او د ټولنې د سالمې لارښوونې په برخه کې مهم رول لري.

۱۴۴۸/۲/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۶:۷
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت، د حکومت د اطلاعاتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۳:۰
Background image

بغلان کې د دوو زرو کلونو تاریخي مخینې لرونکې یوه لرغونې سکه سیمه‌ییز موزیم ته وسپارل شوه

بغلان کې د شاوخوا دوو زرو کلونو تاریخي مخینې لرونکې یوه لرغونې سکه تر موندلو او قانوني مراحلو تر بشپړېدلو وروسته په رسمي توګه د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سیمه‌ییز موزیم ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۹:۴۶
Background image

د فکري جګړې په اړه علمي سیمینار وړاندې شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د مبلغینو په مرکز کې د فکري جګړې په اړه علمي سیمینار ترسره شو.
د سیمینار په پیل کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا. . .

BACK TO NEWS