پکتیا کې ۳۰ لرغونې او  تاریخي سیمې وموندل شوې

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۴:۳۰
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د لرغون‌پوهنې ریاست مسلکي پلاوي د پکتیا ولایت د لرغونو سیمو د عمومي څېړنې په لړ کې د دغه ولایت په ۹ ولسوالیو او مرکز ګردېز ښار کې ۲۸ لرغونې سیمې او دوه تاریخي آبدې وموندلې او ثبت یې کړې.
د لرغون‌پوهنې رئیس سید ذبیح‌الله سادات وویل: د دغو څېړنو په لړ کې له یادو سیمو څخه یو شمېر لرغونې توکې، لکه د خاورینو لوښو ټوټې او د کوشاني دورې مسي سکې ترلاسه شوې دي. 
د نوموړي په وینا؛ په ترلاسه شویو مسي سکو کې هغه سکې هم شاملې دي چې د کوشانیانو لړۍ د پنځم پاچا هویشکا له دورې سره تړاو لري. همدارنګه، د ترلاسه شویو لرغونو توکو ځانګړتیاوې ښيي چې یاد آثار د کوشاني او اسلامي دورو پورې اړه لري، چې په دې توګه د دغو سیمو تاریخي او لرغون‌پوهنیز اهمیت لا څرګندېږي او د موندل شویو لرغونو سیمو د تاریخي دورو د کره ټاکلو لپاره لا زیاتو تخصصي څېړنو ته اړتیا ده. 
ښاغلي سادات زیاته کړه، چې د یادو څېړنو په ترڅ کې د بېلابېلو سیمو له اوسېدونکو او اړوندو مسؤولینو سره د عامه پوهاوي غونډې هم ترسره شوې. په دغو غونډو کې د هېواد د لرغونو سیمو او فرهنګي میراثونو د ساتنې په اړه د مشرتابه (حفظه الله) د لومړۍ ګڼې فرمان اهمیت او محتوا هم خلکو ته تشریح شوه.

۱۴۴۸/۵/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۶
Background image

خوست کې د جهادي آثارو او سندونو د راټولولو په موخه غونډه وشوه

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د جهادي آثارو ساتنې عمومي ریاست په همکارۍ خوست ښار کې د سیمه ییزو ملکي او نظامي ادارو له مسؤلینو سره د جهادي آثارو او اسنادو د ثبت، راټولولو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۱جمادی الاول ‌۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد په مشرۍ د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۴:۳۰
Background image

پکتیا کې ۳۰ لرغونې او  تاریخي سیمې وموندل شوې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د لرغون‌پوهنې ریاست مسلکي پلاوي د پکتیا ولایت د لرغونو سیمو د عمومي څېړنې په لړ کې د دغه ولایت په ۹ ولسوالیو او مرکز ګردېز ښار کې ۲۸ لرغونې سیمې او دوه. . .

BACK TO NEWS