پکتیا کې ۳۰ لرغونې او تاریخي سیمې وموندل شوې
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د لرغونپوهنې ریاست مسلکي پلاوي د پکتیا ولایت د لرغونو سیمو د عمومي څېړنې په لړ کې د دغه ولایت په ۹ ولسوالیو او مرکز ګردېز ښار کې ۲۸ لرغونې سیمې او دوه تاریخي آبدې وموندلې او ثبت یې کړې.
د لرغونپوهنې رئیس سید ذبیحالله سادات وویل: د دغو څېړنو په لړ کې له یادو سیمو څخه یو شمېر لرغونې توکې، لکه د خاورینو لوښو ټوټې او د کوشاني دورې مسي سکې ترلاسه شوې دي.
د نوموړي په وینا؛ په ترلاسه شویو مسي سکو کې هغه سکې هم شاملې دي چې د کوشانیانو لړۍ د پنځم پاچا هویشکا له دورې سره تړاو لري. همدارنګه، د ترلاسه شویو لرغونو توکو ځانګړتیاوې ښيي چې یاد آثار د کوشاني او اسلامي دورو پورې اړه لري، چې په دې توګه د دغو سیمو تاریخي او لرغونپوهنیز اهمیت لا څرګندېږي او د موندل شویو لرغونو سیمو د تاریخي دورو د کره ټاکلو لپاره لا زیاتو تخصصي څېړنو ته اړتیا ده.
ښاغلي سادات زیاته کړه، چې د یادو څېړنو په ترڅ کې د بېلابېلو سیمو له اوسېدونکو او اړوندو مسؤولینو سره د عامه پوهاوي غونډې هم ترسره شوې. په دغو غونډو کې د هېواد د لرغونو سیمو او فرهنګي میراثونو د ساتنې په اړه د مشرتابه (حفظه الله) د لومړۍ ګڼې فرمان اهمیت او محتوا هم خلکو ته تشریح شوه.
۱۴۴۸/۵/۲۱ هـ ق
