فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دې ولایت د څلورو ولسوالیو له ولسوالانو سره ولیدل

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۰
..

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اندخوی، خان‌چهارباغ، قرغان او قرمقول ولسوالیو له ولسوالانو سره ولید.
په دغو ناستو کې د شل کلنې جهاد دورې د شهیدانو د ژوندلیکونو، سوانحو او آثارو د راټولولو او ثبت، د تاریخي او فرهنګي سیمو د ساتنې، په لرغونو ساحو کې د تخریب او ناقانونه کیندنو د مخنیوي او همدارنګه د هغو رسنیو د فعالیتونو د مخنیوي په اړه چې قانوني جواز نه لري، بحث او خبرې اترې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له سیمه‌ییزو مسوولینو څخه وغوښتل چې د فرهنګي میراثونو د ساتنې، تاریخي آثارو د ثبت او د رسنیزو فعالیتونو د تنظیم په برخه کې له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره له نږدې او اغېزمنه همکاري ولري.

۱۴۴۸/۱/۷ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۳
Background image

لغمان کې د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ ددې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په ناسته کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۰
Background image

فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دې ولایت د څلورو ولسوالیو له ولسوالانو سره ولیدل

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اندخوی، خان‌چهارباغ، قرغان او قرمقول ولسوالیو له ولسوالانو سره ولید.
په دغو ناستو کې د شل کلنې جهاد دورې د شهیدانو د ژوندلیکونو، سوانحو او آثارو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۳۴
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د څلورمې ناحیې د بره کي سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS