فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دې ولایت د څلورو ولسوالیو له ولسوالانو سره ولیدل
د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اندخوی، خانچهارباغ، قرغان او قرمقول ولسوالیو له ولسوالانو سره ولید.
په دغو ناستو کې د شل کلنې جهاد دورې د شهیدانو د ژوندلیکونو، سوانحو او آثارو د راټولولو او ثبت، د تاریخي او فرهنګي سیمو د ساتنې، په لرغونو ساحو کې د تخریب او ناقانونه کیندنو د مخنیوي او همدارنګه د هغو رسنیو د فعالیتونو د مخنیوي په اړه چې قانوني جواز نه لري، بحث او خبرې اترې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له سیمهییزو مسوولینو څخه وغوښتل چې د فرهنګي میراثونو د ساتنې، تاریخي آثارو د ثبت او د رسنیزو فعالیتونو د تنظیم په برخه کې له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره له نږدې او اغېزمنه همکاري ولري.
۱۴۴۸/۱/۷ هـ ق
