د کاپي رایټ اصولو د تطبیق او د لیکوالانو حقونو د خونديتوب په موخه د مطبعو او کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سره ناسته ترسره شوه
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو په شتون کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کاپي رایټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص د دغه ولایت د مطبعو، چاپ خونو او کتاب پلورنځیو مسؤلینو سره د کاپي رایټ د اصولو د تطبیق او د لیکوالانو حقونو د خونديتوب په موخه ناسته ترسره شوه.
د کاپي رایټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص وویل؛ چې د دې ناستې موخه د کاپي رایټ اړوند د نافذه اصولو او مقرراتو تشریح، د چاپ او نشر د طرزالعمل په اړه د معلوماتو شریکول او د مطبعو او کتاب پلورنځیو د مسؤلینو د ستونزو اورېدل دي.
ښاغلي مخلص زیاته کړه، چې هیڅ کتاب باید پرته د مسلسل (ISBN) شمېرې څخه چاپ نشي او ټول لیکوالان باید خپلو چاپ ته چمتو کتابونو ته یاده شمېره د کاپي رایټ آمریت څخه واخلي.
ورته مهال د فاریاب ولایت د مطبعو، چاپ خونو او کتاب پلورنځیو مسؤلینو وویل: د کاپي رایټ د قانون عملي کېدل د لیکوالانو او خپرندویانو د حقونو د خونديتوب لپاره مهم دی. دوی د خپلو فعالیتونو اړوند یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم له مسؤلینو سره شریک کړل.
د کاپي رایټ آمر ډاډ څرګند کړ، چې د مطبعو، چاپ خونو او کتاب پلورنځیو د مسؤلینو غوښتنې او وړاندیزونه به د وزارت له مشرتابه سره شریک کړي.
۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق
