محمدآغې ولسوالۍ کې د عینک خصوصي راډیو دویمه څانګه پرانیستل شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۴۹
..

عینک خصوصي راډیو، چې د لوګر په مرکز پل علم ښار کې فعالیت لري، خپله دویمه څانګه یې په محمدآغې ولسوالۍ کې هم پرانېسته، چې په مراسمو کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار، یو شمېر نورو مسؤلینو او خبریالانو ګډون کړی وو.
د عینګ راډیو او باران مډیا ګروپ مشر وویل: د عینک راډیو د دویمې څانګې له فعالولو څخه موخه، د رسنیز پوښښ پراختیا، معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي اسانتیا او د اغېزمنو ښوونیزو پروګرامونو وړاندې کول دي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار، په محمدآغې ولسوالۍ کې د عینک راډیو د دویمې څانګې پرانیستل د لوګر په رسنیز ډګر کې ښه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسنیو د ملاتړ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخو کې اغیزمنې هڅې ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال په لوګر کې شپږ خصوصي، دوه دولتي او دوه چاپي رسنۍ فعالیت کوي.

۱۴۴۸/۴/۳ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

فراه کې د سلګونو تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول 

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلين وایې؛ چې د نظامي شهیدانو د معلوماتو د راټولولو او ثبت بهیر په دوام د دغه ریاست مسؤلینو په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې له یو شمیر قومي مخورو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۷
Background image

له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر په مشرۍ یو پلاوي د دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر وکړ او د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۳
Background image

په ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وشو

د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د ولایت مقام په مېلمستون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په لیدنه کې، د ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس. . .

BACK TO NEWS