د پکتیکا په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې ادبي مشاعره تر سره شوه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۲۱:۱۸
.....

د پکتیکا ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې ادبي مشاعره تر سره شوه، چې پکې شاعرانو، نعت ویونکو، د ادب مینوالو او ځوانانو ګډون کړی و.
مشاعره د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د پکتيکا پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد مفتي نقيب الله زاهد ''په مسلمانه ټولنه کې د ځوان مسؤليتونه" تر سرليک لاندې پر یوه موضوع لنډ بحث وکړ.
همدارنګه د مشاعرې برخه د دريځګر له لوري په څو بيتونو پيل شوه، شاعرانو خپل او انتخاب کړي شعرونه او ترانه خوانانو ترانې وړاندې کړې.
چا پکې د خپلو حماسو ياد تازه کړ، چا د غنايي اسلوب لمن ونيوه او ځينو بيا د اصلاح، وطني مينې او ترقۍ زمزمې وکړې.
غونډه د مېلمه اعجاز احمد او شاه محمود کوچي له ارزونې وروسته د مولوي سيداکبر عفان له لوري په دعا پای ته ورسېده.

۱۴۴۵/۳/۳ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۷ هـ ش

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۱۹:۵۶
Background image

د افغانستان او ازبکستان د اړيکو په پراختيا کې توريزم مهم رول لري

جمعه( ۱۰ د ربيع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير ښاغلي الحاج ملا خیرالله خیرخواه په سنت پیټرزبورګ کې د ( د کلتوري يووالي ) ناستې په ترڅ کې د ازبکستان د کلتور له وزير ښاغلي. . .

جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۱۴:۱۹
Background image

فرهنګي ديپلوماسي د ولسونو د اړیکو په پراخولو کې مؤثر رول لوبوي

جمعه ( ۱۰ د ربيع الاول ۱۴۴۶ ) د اطلاعاتو او کلتور محترم وزير د فرهنګونو اتحاد د ناستې په څنډو کې د روسیې هیواد د کلتور له وزيرې اولګا لوبیمووا سره کتلي.

آغلې لوبیمووا د افغانستان پلاوي. . .

جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

‏افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، راځئ په ګډه یې ودان کړو

جمعه(۱۰ د ربيع الاول ۱۴۴۶) یادې څرګندونې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه د روسيې هیواد په سینت پیتربورګ ښار کې د ميشتو افغانانو د کلتوري ټولنې له رئيس او غړو. . .

BACK TO NEWS