د لوګر ولايت محلي موزیم ته څلور تاریخي آثار وسپارل شول
د لوګر ولايت دوو تنو اوسېدونکو له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند محلي موزیم ته څلور قلمه لرغوني آثار، چې تاریخي مخینه یې اسلامي دورې ته رسیږي وسپارل شول.
د لوګر ولايت د محلي موزیم مدیر محمد امین ناصري وویل: دغه آثار په اسلامي دورې پورې اړه لري او له پخې خټې څخه جوړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغو تاریخي آثارو سپارل د هېواد د لرغوني فرهنګي میراثونو د ساتنې او د تاریخي آثارو د خونديتوب په برخه کې مهم ارزښت لري.
د یادونې وړ ده، چې د لوګر په محلي موزیم کې اوس مهال شاوخوا ۲۰۰ تاریخي آثار او لاسي صنایع شتون لري.
۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق
