د خپرونو چارو معینیت له لوري د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز سیمینار ترسره شو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار په مزارشریف ښار کې ترسره شو، چې پکې ښاغلي مهاجر فراهي، د وزارت یو شمېر رئیسانو، د بلخ ولایت د سیمهییزو ادارو مسئولینو، د رسنیو مسؤلینو، ژورنالیستانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمدالله ضرار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د ژورنالیستانو، قلموالو مبارزینو، رسنیزو فعالانو او په ټوله کې د ځوانانو فکري روزنه خورا مهمه ده، په اوسني عصر کې د ټولنیزو رسنیو له لارې د ناسمو معلوماتو خپرېدل زیات شوي، خبریالان باید د هر خبر له خپرولو مخکې لازم تحقیق وکړي او همدارنګه د ريښتینو او ناسمو معلوماتو ترمنځ توپیر وکړي.
دغه راز د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: د افغانستان دښمنان په پوځي ډګر کې له ماتې وروسته اوس د فکري جګړې له لارې د اسلامي نظام پر وړاندې تبلیغات کوي خو ژورنالیستان او قلموال مبارزین باید د مغرضو رسنيو په وړاندې په کلکه مبارزه وکړي او نړیوالو ته په ریښتینې توګه د هېواد د پرمختګونو انځور ورسوي.
ښاغلي فراهي زیاته کړه؛ چې رسنۍ د اسلامی نظام د لاسته راوړنو د انعکاس ترڅنګ باید د خلکو ستونزې هم په بېطرفه او رښتینې توګه له مسئولینو سره شریکې کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د ادارو ویاندویان مکلف دي، اړین معلومات پر وخت له رسنیو سره شریک کړي، ترڅو د اوازو او ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه ونیول شي او زیاته یې کړه، چې د رسنیو مسؤلیت دی، چې د ولس ترمنځ د یووالي، ورورولۍ او همغږۍ د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او د هغو تبلیغاتو مخه ونیسي چې د سمت، قوم او ژبې پر بنسټ د ولسونو ترمنځ یوالی له منځه وړي.
په دې سیمینار کې پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفيالله رائد، د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد، د عامه اړیکو رئیس او ویاند قاري خبیب غفران، د بلخ ولایت د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، د پوهنتون استادانو او د خبریالانو په استازولۍ یو تن خبریال د خبریالانو د مسلکي مسئولیتونو، د فکري او عقیدوي ظرفیت لوړونې د اهمیت، په رسنیز ډګر کې رښتینولي، دقت او د مسئولیت منلو، د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د رول او په رسنیزو فعالیتونو کې د اسلامي ارزښتونو د رعایت په اړه خبرې وکړې.
ویناوالو همدارنګه په ژوند کې د هدف ټاکلو، له قومي، سمتي او ژبني تعصباتو څخه پر ډډه کولو، د رسنیو او مسئولینو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا او د رسنیزو ستونزو پر حل هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، رسنۍ د خلکو د فکر، عقیدې او باورونو په جوړولو کې او همدارنګه د حقایقو په خپرولو کې مهم رول لري، رسنۍ د حکومت غوښتنې تر ولسونو او د ولسونو غږ تر حکومتي مسؤلینو رسوي او ژورنالیستان باید د ملي ګټو په پام کې نیولو سره خپل ایماني او وجداني مسؤولیت په سمه توګه ترسره کړي.
د سیمینار په پای کې ګډونوالو د خبریالانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو لپاره د ورته روزنیزو پروګرامونو د دوام او د خبریالانو د ظرفیت لوړولو، د رسنیو ستونزو او وړاندیزونو ته د پاملرنې غوښتنه هم وکړه.
۱۴۴۸/۴/۷ هـ ق
