د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د شپږمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۴۲
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د شپږمې ناحیې (چهاردهی بازار سرک) سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه او څارنه وکړه.
په پیل کې د علومو اکاډمۍ استازي سید محمود واکمن او د یاد کمېسیون غړو له اصنافو، کسب کارانو او هټیوالو سره د کمېسیون د فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل.
وروسته د کمېسیون غړو په یاده سیمه کې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه او د یو شمېر غیرمعیاري لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح په اړه یې لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه، د هغو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو لپاره چې بهرني اصطلاحات او کلمې پکې کارول شوې وې، د کمېسیون مسلکي غړو یې په ملي ژبو مناسب بدیلونه وړاندې کړل. سربېره پر دې، د هغو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو په اړه چې زړې او خرابې شوې وې، غیرشرعي انځورونه یې لرل، په نامناسبو ځایونو کې نصب شوې وې او یا یې بې‌مفهومه محتوا لرله، د اصلاح په موخه لازمې سپارښتنې وړاندې شوې.
د یادونې وړ ده، چې په دې پروګرام کې په کلي توګه ۲۰۰ لوحې او اعلاناتي تابلوګانې و ارزول شوې.

۱۴۴۸/۴/۳ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۳:۵۷
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ښوونیز مرکز کې ځوانانو ته یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او الرباط فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د دغه ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې لسګونو تنو ځوانانو او زده‌کوونکو ته د فکري روزنې په نوم یو ورځنی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۴۹
Background image

محمدآغې ولسوالۍ کې د عینک خصوصي راډیو دویمه څانګه پرانیستل شوه

عینک خصوصي راډیو، چې د لوګر په مرکز پل علم ښار کې فعالیت لري، خپله دویمه څانګه یې په محمدآغې ولسوالۍ کې هم پرانېسته، چې په مراسمو کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۴۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د شپږمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د شپږمې ناحیې (چهاردهی بازار سرک) سیمې اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS