د افغانستان او ازبکستان د اړيکو په پراختيا کې توريزم مهم رول لري
جمعه( ۱۰ د ربيع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير ښاغلي الحاج ملا خیرالله خیرخواه په سنت پیټرزبورګ کې د ( د کلتوري يووالي ) ناستې په ترڅ کې د ازبکستان د کلتور له وزير ښاغلي ازادبیک اف سره وکتل.
په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي الحاج ملا خیرالله خیرخواه د دواړو هيوادونو تر منځ د کلتوري اړيکو د پراختيا لپاره د افغانستان د پياوړي هوډ څخه يادونه وکړه او د کلتوري اړيکو د پياوړتيا، د توريزم صنعت د پراخولو او د لاسي صنایعو په اړه يې بحث او د نظرياتو تبادله وکړه.
ښاغلي خيرخواه وويل: افغانستان او ازبکستان مذهبي، تاريخي او کلتوري مشترکات لري، چې موږ لپاره د اهميت وړ دي، همدا راز يې د دواړو هيوادونو ترمينځ د توريزم صنعت په پراخولو ټينګار وکړ. نوموړي وويل: افغانستان له څلوېښت کلنې جګړې وروسته اوس له ډاډمن امنيت څخه برخمن دی، چې د بهرنيو او کورنيو سيلانيانو لپاره د سياحت هر ډول زمينه برابره ده، په کابل او تاشکند کې به نندارتونونه جوړول د دواړو هيوادونو د کلتورونو پېژندنې لپاره ګټور وي.
د اطلاعاتو او کلتور وزير د ازبکستان د سمرقند او بخارا ښارونو يادونه وکړه، چې د امام بخاري ( رح) او امام ترمذي ( رح) چې د خپل وخت د علومو په ډيرو برخو کې يې د بحرونو حیث درلود، او د علم حدیث په برخه کې له لومړنيو علماوو څخه وو.
ورپسې د ازبکستان د کلتور وزير ښاغلي ازادبیک اف په خپلو خبرو کې سياسي او کلتوري اړيکو ته په اشارې وويل: دا مهال دواړو هيوادونو لپاره مناسب فرصت رامنځته شوی دی، چې خپلمنځي اړيکې پياوړي کړي، همدا راز يې د ازبکستان له لوري د توريزم برخه کې د شته تجربو د شریکولو وعده وکړه او زياته يې کړه؛ سياحت د هيوادونو تر منځ دوستي او همکاري پیاوړې کوي او د اقتصاد په پياوړتيا کې مهم رول لري.
په پای کې دواړو اړخونو د توريزم صنعت په برخه کې د تجربو او افکارو په شریکولو ټينګار وکړ او توريزم يې د کلتوري، اقتصادي او سياسي اړيکو په پراختيا کې مهم وبللو.
۱۴۰۳/۶/۲۳ ھ ل
۲۰۲۴/۹/۱۳ ميلادي