د افغانستان او ازبکستان د اړيکو په پراختيا کې توريزم مهم رول لري

panah_admin
جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۱۹:۵۶
..

جمعه( ۱۰ د ربيع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير ښاغلي الحاج ملا خیرالله خیرخواه په سنت پیټرزبورګ کې د ( د کلتوري يووالي ) ناستې په ترڅ کې د ازبکستان د کلتور له وزير ښاغلي ازادبیک اف سره وکتل.

په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي الحاج ملا خیرالله خیرخواه د دواړو هيوادونو تر منځ د کلتوري اړيکو د پراختيا لپاره د افغانستان د پياوړي هوډ څخه يادونه وکړه او د کلتوري اړيکو د پياوړتيا، د توريزم صنعت د پراخولو او د لاسي صنایعو په اړه يې بحث او د نظرياتو تبادله وکړه.

ښاغلي خيرخواه وويل: افغانستان او ازبکستان مذهبي، تاريخي او کلتوري مشترکات لري، چې موږ لپاره د اهميت وړ دي، همدا راز يې د دواړو هيوادونو ترمينځ د توريزم صنعت په پراخولو ټينګار وکړ. نوموړي وويل: افغانستان له څلوېښت کلنې جګړې وروسته اوس له ډاډمن امنيت څخه برخمن دی، چې د بهرنيو او کورنيو سيلانيانو لپاره د سياحت هر ډول زمينه برابره ده، په کابل او تاشکند کې به نندارتونونه جوړول د دواړو هيوادونو د کلتورونو پېژندنې لپاره ګټور وي.

د اطلاعاتو او کلتور وزير د ازبکستان د سمرقند او بخارا ښارونو يادونه وکړه، چې د امام بخاري ( رح)  او امام ترمذي ( رح) چې د خپل وخت د علومو په ډيرو برخو کې يې د بحرونو حیث درلود، او د علم حدیث په برخه کې له لومړنيو علماوو څخه وو.

ورپسې د ازبکستان د کلتور وزير ښاغلي ازادبیک اف په خپلو خبرو کې سياسي او کلتوري اړيکو ته په اشارې وويل: دا مهال دواړو هيوادونو لپاره مناسب فرصت رامنځته شوی دی، چې خپلمنځي اړيکې پياوړي کړي، همدا راز يې د ازبکستان له لوري د توريزم برخه کې د شته تجربو د شریکولو وعده وکړه او زياته يې کړه؛ سياحت د هيوادونو تر منځ دوستي او همکاري پیاوړې کوي او د اقتصاد په پياوړتيا کې مهم رول لري. 

په پای کې دواړو اړخونو د توريزم صنعت په برخه کې د تجربو او افکارو په شریکولو ټينګار وکړ او توريزم يې د کلتوري، اقتصادي او سياسي اړيکو په پراختيا کې مهم وبللو.

۱۴۰۳/۶/۲۳ ھ ل

۲۰۲۴/۹/۱۳ ميلادي

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۹:۸
Background image

تأکید بر گسترش همکاری‌های سیاحتی میان افغانستان و ترکیه

دوشنبه مورخ(۲۷ محرم‌الحرام ۱۴۴۸)، مولوی قدرت‌الله جمال معین گرځندوی، مالی و اداری وزارت اطلاعات و فرهنگ، با سادین آییلدیز شارژدافیر جمهوری ترکیه در کابل، دیدار کرد. در این دیدار، دو طرف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

برگزاری نشست‌های هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، مسوولان رسانه‌ها و خبرنگاران در بدخشان و سرپل

ریاست‌های اطلاعات و فرهنگ ولایات بدخشان و سرپل نشست‌های هماهنگی به‌منظور تقویت هماهنگی میان سخن‌گویان ادارات و رسانه‌ها با حضور مسوولان محلی، سخن‌گویان ادارات امارتی، مسوولان رسانه‌ها و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۷ محرم الحرام ۱۴۴۸)، به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتابِ وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد. . .

BACK TO NEWS