د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
..

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه بروشرونه وویشل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یادو فرامینو د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو په موخه پراخې هڅې ترسره کړي دي. همدارنګه د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه چاپي بروشرونه خلکو ته وویشل شول او د یادو فرامینو په اړه د پوهاوي پیغامونه لرونکي بنرونه هم د خوست ښار په بېلابېلو برخو کې نصب شول.
د مسؤلینو په وینا؛ د ۱۷مې ګڼې فرمان موخه د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو مخنیوی دی، همدا راز په دوهمه ګڼه فرمان کې د مشرتابه (حفظه الله) له لوري د لمانځه د اقامي په هکله لارښوونې شوې دي او د عامه پوهاوي د دغو پروګرامونو له لارې هڅه کېږي، چې خلک د یادو فرامینو له محتوا خبر شي او له هغو دودونو ډډه وکړي، چې د ټولنې د وګړو لپاره مالي او ټولنیزې ستونزې رامنځته کوي.

۱۴۴۸/۵/۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۷ جمادی‌الاول ۱۴۴۸)، به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب این معینیت در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

تلاش‌ها برای آگاهی‌دهی دربارهٔ فرامین شماره ۲ و شماره ۱۷ در ولایت خوست جریان دارد

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت خوست بروشورهای معلوماتی درمورد فرامین شماره ۱۷ و شماره ۲ زعیم کشور حفظه‌الله‌تعالی که درمورد جلوگیری از رسوم ناپسند و اقامه نماز است، میان مردم توزیع کرد و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۵
Background image

برگزاری نشست با هدف حفاظت از آبدات تاریخی و ساحات باستانی

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پروان نشستی را جهت حفاظت از آبدات تاریخی و ساحات باستانی با مسوولان ادارات محلی و نمایندگان مردم ولسوالی بگرام‌ راه‌اندازی کرد.
عتیق الله صافی آمر فرهنگ و. . .

BACK TO NEWS