د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظهالله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه بروشرونه وویشل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یادو فرامینو د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو په موخه پراخې هڅې ترسره کړي دي. همدارنګه د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه چاپي بروشرونه خلکو ته وویشل شول او د یادو فرامینو په اړه د پوهاوي پیغامونه لرونکي بنرونه هم د خوست ښار په بېلابېلو برخو کې نصب شول.
د مسؤلینو په وینا؛ د ۱۷مې ګڼې فرمان موخه د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو مخنیوی دی، همدا راز په دوهمه ګڼه فرمان کې د مشرتابه (حفظه الله) له لوري د لمانځه د اقامي په هکله لارښوونې شوې دي او د عامه پوهاوي د دغو پروګرامونو له لارې هڅه کېږي، چې خلک د یادو فرامینو له محتوا خبر شي او له هغو دودونو ډډه وکړي، چې د ټولنې د وګړو لپاره مالي او ټولنیزې ستونزې رامنځته کوي.
۱۴۴۸/۵/۷ هـ ق