کندوز کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د کندوز ولايت د والي ملا محمد خان دعوت په مشرۍ ولایت مقام کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ له خبریالانو، د سیمه ییزو رسنیو استازو، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو او ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ګل محمد الیاس د ولایت مقام له هراړخيز ملاتړ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دوامداره توګه د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ او ستونزو اورېدو لپاره ناستې ترسره کړي، تر څو د رسنیو مسؤلینو ستونزې حل او وړاندیزونو ته رسیدنه وشي.
په ورته وخت کې د ازادو خبریالانو د خوندیتوب ولایتي کمېټې مسؤل ضياءالحق زاهد د خبریالانو په استازیتوب خبرې وکړې، نوموړي د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هڅو ستاینه وکړه او په کندوز کې یې د سیمه ییزو رسنیو ستونزې له والي سره شریکې کړې.
د کندوز والي ملا محمد خان دعوت ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل: الحمدالله کندوز کې رسنۍ تر اوسه پورې په ښه ډول خپل فعالیتونه پرمخ وړي او له دې وروسته هم تمه کېږي، چې د اسلامي امارت د پالیسۍ او اصولو له مخې خپل رسنیز مسؤلیتونه ترسره کړي او د ولایت مقام د رسنیو پوره ملاتړی دی.
ښاغلي محمد خان دعوت د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ستونزې واورېدې او ډاډ یې څرګند کړ، چې راتلونکي کې به ورته ناستې جوړوي، تر څو د رسنیو په وړاندې شته ستونزې حل شي.
۱۴۴۷/۵/۱۹ هـ ق
