کندوز کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۹
......

د کندوز ولايت د والي ملا محمد خان دعوت په مشرۍ ولایت مقام کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ له خبریالانو، د سیمه ‌ییزو رسنیو استازو، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو او ویاندویانو سره د‌ همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ګل ‌محمد الیاس د ولایت مقام له هراړخيز ملاتړ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دوامداره توګه د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ او ستونزو اورېدو لپاره ناستې ترسره کړي، تر څو د رسنیو مسؤلینو ستونزې حل او وړاندیزونو ته رسیدنه وشي.
په ورته وخت کې د ازادو خبریالانو د خوندیتوب ولایتي کمېټې مسؤل ضياءالحق زاهد د خبریالانو په استازیتوب خبرې وکړې، نوموړي د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هڅو ستاینه وکړه او په کندوز کې یې د سیمه ‌ییزو رسنیو ستونزې له والي سره شریکې کړې.
د کندوز والي ملا محمد خان دعوت ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل: الحمدالله کندوز کې رسنۍ تر اوسه پورې په ښه ډول خپل فعالیتونه پرمخ وړي او له دې وروسته هم تمه کېږي، چې د اسلامي امارت د پالیسۍ او اصولو له مخې خپل رسنیز مسؤلیتونه ترسره کړي او د ولایت مقام د رسنیو پوره ملاتړی دی.
ښاغلي محمد خان دعوت د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ستونزې واورېدې او ډاډ یې څرګند کړ، چې راتلونکي کې به ورته ناستې جوړوي، تر څو د رسنیو په وړاندې شته ستونزې حل شي. 

۱۴۴۷/۵/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS