بلخ کې د شمال زون د دولتي ادارو له وياندویانو او نشراتي مسؤلينو سره د همږغۍ غونډه وشوه
چهارشنبه( ۴ د جمادی الاولی ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري په بلخ ولايت کې د شمال زون د دولتي ادارو له ويانديانو او نشراتي مسؤلينو سره د همږغۍ غونډه وشوه.
یاده غونډه کې د باختر اطلاعاتي آژانس رئيس او د خپرونو چارو معينيت سرپرست مولوي ضياءالحق حقمل، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت الله نړيوال، د بلخ ولايت مقام د بشري سرچينو رئيس مولوي بخت محمد مومن یار، د شمال زون د اطلاعاتو او کلتور رياستونو رئيسانو، د دولتي ادارو وياندويانو او نشراتي مسؤلينو ګډون درلود.
د غونډې په پيل کې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ګډونوالو ته د رسنیو او مطبوعاتو پر اهمیت خبرې وکړې.
ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست رئیس مولوي رحمت الله نړیوال وویل: اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست خپل فعالیتونه په ټول هیواد کې روان ساتلي، په ټولو زونو کې یې د حکومتي ادارو له ویندویانو سره غونډې کړي دي، همدا راز نوموړي د رسنیو او خبريالانو سره د ښه چلند کولو سپارښتنې وکړې او زياته يې کړه؛ د خپلو اړوندو ادارو فعاليتونه او لاسته راوړنې له رسنيو سره شريکې کړئ او له رسنيو او خبريالانو سره صميمانه اړيکې جوړې کړئ.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو سرپرست معین او د باختر اطلاعاتي آژانس رئيس مولوي ضیاء الحق حقمل وویل: هره اداره زیاتې لاسته راوړنې لري، چې پر وخت یې ښه انعکاس ورکول کولای شي د دوښمن د تبلیغاتو مخه ډب کړي.
نوموړي زياته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت رهبري تل هڅه کوي، چې د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې شته ستونزې له منځه يوسي او له دوی څخه د قانون په چوکاټ کې هر اړخيز ملاتړ وکړي.
بلخ ولایت مقام د بشري سرچینو رئیس مولوي بخت محمد مؤمن یار وویل: تاسو ته دروند مسؤلیت په غاړه دی ، د ټولنې غوره انځور نړیوالو ته ورسوئ او باید تفرقې له منځه یوسو،تر څو هیواد په ګډه اباد کړو او د پرمختګ لارې خلاصې کړو.
د غونډې په ترڅ کې د دولتي ادارو ویاندويانو او نشراتي مسؤلينو ځينې پوښتنې، ستونزې او نظريات له مسؤلينو سره شريک کړل، چې د مسؤلينو له لوري د پوښتنو ځوابونه ورکړل شول او د ستونزو د له منځه وړلو ډاډ ورکړل شو.
۱۴۰۳/۸/۱۶ ھـ ل
۲۰۲۴/۱۱/۶ ميلادي
