بلخ کې د شمال زون د دولتي ادارو له وياندویانو او نشراتي مسؤلينو سره د همږغۍ غونډه وشوه

tawana_admin
أربعاء, نوفمبر 06 2024 9:23 مساء
lonjki

چهارشنبه( ۴ د جمادی الاولی ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري په بلخ ولايت کې د شمال زون د دولتي ادارو له ويانديانو او نشراتي مسؤلينو سره د همږغۍ غونډه وشوه.
یاده غونډه کې د باختر اطلاعاتي آژانس رئيس او د خپرونو چارو معينيت سرپرست مولوي ضياءالحق حقمل، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت الله نړيوال، د بلخ ولايت مقام د بشري سرچينو رئيس مولوي بخت محمد مومن یار، د شمال زون د اطلاعاتو او کلتور رياستونو رئيسانو، د دولتي ادارو وياندويانو او نشراتي مسؤلينو ګډون درلود.
د غونډې په پيل کې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ګډونوالو ته د رسنیو او مطبوعاتو پر اهمیت خبرې وکړې.
ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست رئیس مولوي رحمت الله نړیوال وویل: اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست  خپل فعالیتونه په ټول هیواد کې روان ساتلي، په ټولو زونو کې یې د حکومتي ادارو له ویندویانو سره غونډې کړي دي، همدا راز نوموړي د رسنیو او خبريالانو سره د ښه چلند کولو سپارښتنې وکړې او زياته يې کړه؛ د خپلو اړوندو ادارو فعاليتونه او لاسته راوړنې له رسنيو سره شريکې کړئ او له رسنيو او خبريالانو سره صميمانه اړيکې جوړې کړئ.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو سرپرست معین او د باختر اطلاعاتي آژانس رئيس مولوي ضیاء الحق حقمل وویل: هره اداره زیاتې لاسته راوړنې لري، چې پر وخت یې ښه انعکاس ورکول کولای شي د دوښمن د تبلیغاتو مخه ډب کړي.
نوموړي زياته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت رهبري تل هڅه کوي، چې د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې شته ستونزې له منځه يوسي او له دوی څخه د قانون په چوکاټ کې هر اړخيز ملاتړ وکړي.
بلخ ولایت مقام د بشري سرچینو رئیس مولوي بخت محمد مؤمن یار وویل: تاسو ته دروند مسؤلیت په غاړه دی ، د ټولنې غوره انځور نړیوالو ته ورسوئ او باید تفرقې له منځه یوسو،تر څو هیواد په ګډه اباد کړو او د پرمختګ لارې خلاصې کړو.
د غونډې په ترڅ کې د دولتي ادارو ویاندويانو او نشراتي مسؤلينو ځينې پوښتنې، ستونزې او نظريات له مسؤلينو سره شريک کړل، چې د مسؤلينو له لوري د پوښتنو ځوابونه ورکړل شول او د ستونزو د له منځه وړلو ډاډ ورکړل شو.

۱۴۰۳/۸/۱۶ ھـ ل
۲۰۲۴/۱۱/۶ ميلادي

تازه ترین اخبار

أربعاء, يونيو 10 2026 12:06 مساء
Background image

مسؤولو اتحاد شركات السياحة والزيارات والحج والعمرة يطرحون مطالبهم على نائب وزيرالإعلام والثقافة لشؤون السياحة والمالية والإدارة

التقى مسؤولو اتحاد شركات السياحة والزيارات والحج والعمرة في أفغانستان، برئاسة رئيس الاتحاد السيد محمد كلاب سلطان زوی، بنائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون السياحة والمالية والإدارة،. . .

ثلاثاء, يونيو 09 2026 2:32 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع التشاوريّ للجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلاني

عُقد الاجتماعُ التشاوريُّ للجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية برئاسة نائب الوزيرالإعلام والثقافة لشؤون النشر، السيد مهاجر فراهي.
وناقش أعضاء اللجنة خلال الاجتماع عددًا من الموضوعات. . .

اثنين, يونيو 08 2026 1:25 مساء
Background image

انعقاد الجلسة الدورية للجنة تقييم الكتب

 يوم الاثنين الموافق 22 من ذي الحجة الحرام 1447هـ،  عقدت الجلسةُ الدورية للجنة تقييم الكتب التابعة لوكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة.
وفي مستهل الجلسة، قدّم أمين اللجنة تقريرًا. . .

BACK TO NEWS