حسينې ساپۍ د هېواد دفرهنګ په وده کې د ځوانانو رول مهم وباله

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۷ - ۹:۱۰
حسينې ساپۍ د هېواد دفرهنګ په وده کې د ځوانانو رول مهم وباله


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن  د بادغيس له دوو شاعرانو سره په کتنه کې د فرهنګ په وده کې  دځوانانو رول مهم وباله
د باختراژانس د خبريال د خبر له  مخې، په دې کتنه کې  دوو بادغيسي  شاعرانو د بادغيس د ژوندانه د چاپيريال د ادارې رييس محمد ميرويس مشواڼي او د سولې او خلکو په چارو کې د جمهوري رياست  د سلاکار د دفتر رييس  عبدالغفار بشرمل د خپلو فرهنګي فعاليتونوپه اړوند معلومات ورکړل.
هغوى  د بادغيس  فرهنګي برخو ته  د پاملرنې، په دغه ولايت کې  د فرهنګي او ادبي پروګرامونو  جوړولو او په هغو فرهنګي پروګرامونوکې  چې  د هېواد په مرکز او ولايتونوکې جوړيږي  د بادغيس  شاعرانو ته  د بلنې  ورکولو په لاره کې  خپلې غوښتنې او وړانديزونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له سرپرستې سره  شريک کړل .
  دغه راز هغوى  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له سرپرستې څخه  وغوښتل  چې د هغوى د شعري ټولګو د چاپولو په برخه کې د دغه وزارت له لوري همکاري وشي.
په همدې حال کې حسينې ساپۍ  د بادغيس د ځوانانو د فرهنګي فعاليتونو په ستاينې سره، د هېواد د فرهنګ په وده کې د ځوانانو رول  مهم وباله  او د هغوى ستونزو او غوښتنو ته د رسيدګۍ په لاره کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې ډاډ ورکړ .
کابل /دکب ١٥مه / باختر

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۳
Background image

برگزاری سیمینار‌های علمی در ولسوالی‌های مقر و ناوه 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت غزنی با هماهنگی آمریت‌های معارف، سیمینارهای علمی را با هدف اصلاح فکری برای شماری از جوانان ولسوالی‌های مقر و ناوه، برگزار کرد.
ملا حمیدالله نثار رییس اطلاعات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۴
Background image

دیدار معین فرهنگ و هنر با رییس عمومی موسسه فیروزکوه

شیخ عبدالرحمن طیبی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ با خانم لیان رییس عمومی موسسه فیروزکوه برای افغانستان و هیأت همراه وی دیدار کرد.
در این دیدار که محمد شفیق احمدزی رییس ارتباط. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۹
Background image

برگزاری امتحان فرمان شماره ۱۷ در فاریاب

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فاریاب با هماهنگی اداره علمی و فرهنگی البرز امتحان رساله فرمان شماره ۱۷ عالی‌قدر امیرالمومنین حفظه‌الله تعالی (درمورد رسم و رواج‌های ناپسند در امور خویشاوندی. . .

BACK TO NEWS