د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه
نن دوشنبه (۱۴۴٥/۵/۱۳ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کاپي رايټ آمر مولوي عبدالحق حماد په مشرۍ د کتابونو ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د دولتي ورځپاڼو، دعوت او ارشاد، د بیهقي کتاب خپرولو ریاستونو رئیسانو، د حج اوقافو، د پوهنې، د لوړو زده کړو وزارتونو او د علومو اکاډمۍ، د افغانستان د ناشرانو ټولنې استازو او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کريم په مبارکو آياتونو سره پیل شوه، ورپسې مولوي عبدالحق حماد د یاد کمېسيون کړنې مثبتې وارزولې او د کمېسيون فعاليتونه يې وستايل.
په دغه غونډه کې د ٢١ ټوکو هغه کتابونو ارزونه ترسره شوه، کوم چې بهر هېوادونو ته لېږدول کېږي او همدارنګه د هغو کتابونو ارزونه هم تر سره شوه، کوم چې په تېره غونډه کې د کمېسیون غړو ته ورکړل شوي وو.
