د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه 

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۲:۱۰
....

نن دوشنبه (۱۴۴٥/۵/۱۳ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کاپي رايټ آمر مولوي عبدالحق حماد په مشرۍ د کتابونو ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د دولتي ورځپاڼو، دعوت او ارشاد، د بیهقي کتاب خپرولو ریاستونو رئیسانو، د حج اوقافو، د پوهنې، د لوړو زده کړو وزارتونو او د علومو اکاډمۍ، د افغانستان د ناشرانو ټولنې استازو او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کريم په مبارکو آياتونو سره پیل شوه، ورپسې مولوي عبدالحق حماد د یاد کمېسيون کړنې مثبتې وارزولې او د کمېسيون فعاليتونه يې وستايل. 
په دغه غونډه کې د ٢١ ټوکو هغه کتابونو ارزونه ترسره شوه، کوم چې بهر هېوادونو ته لېږدول کېږي او همدارنګه د هغو کتابونو ارزونه هم تر سره شوه، کوم چې په تېره غونډه کې د کمېسیون غړو ته ورکړل شوي وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS