خوست کې د (امن او ورورولۍ) په نوم ولسي مشاعره ترسره شوه
د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري او د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ د کرکټ یووالي جام کمېټې په همکارۍ، فرضي کرښې ته څېرمه سیمه کې د (امن او ورورولۍ) په نوم پراخه ولسي مشاعره ترسره شوه، چې زرګونو کسانو پکې ګډون کړی و.
دغه مشاعره د سولې، امن، یووالي، مینې او ورورولۍ د فرهنګ د پیاوړتیا، د شاعرانو او فرهنګیانو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او د ادبي پیغامونو د خپرولو په موخه جوړه شوې وه.
د مشاعرې په پیل کې یو تن ژورنالېست ګډونوالو او شاعرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د سیمې د پخوانیو ناامنیو، د خلکو د قربانیو او اوسني امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري د سیمې له خلکو او راغلو شاعرانو مننه وکړه او د فرهنګي او ادبي پروګرامونو پر ارزښت یې خبرې وکړې. نوموړي د ټولنې په یووالي، د مثبتو پیغامونو په خپرولو او د خلکو د فکري روزنې په برخه کې د ادب او شعر رول مهم یاد کړ.
دغه راز یو شمېر شاعرانو او ترنمکوونکو د امن، سولې، مینې او ورورولۍ په اړه خپل چمتو کړي شعرونه او ترانې وړاندې کړې، چې ګډونوالو یې تود هرکلي وکړ.
د یادونې وړ ده، چې په دغه مشاعره کې د سیمې زرګونو اوسېدونکو ګډون کړی و. ګډونوالو د دې ډول ولسي فرهنګي او ادبي پروګرامونو جوړېدل د سولې د پیغامونو په خپرولو، د خلکو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ په پیاوړتیا او د ځوانانو د ادبي استعدادونو په پیاوړتیا کې مهم یاد کړل او د ورته پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.
۱۴۴۸/۰۶/۱۵ هـ.ق
