خوست کې د (امن او ورورولۍ) په نوم ولسي مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۱۶
...

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري او د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ د کرکټ یووالي جام کمېټې په همکارۍ، فرضي کرښې ته څېرمه سیمه کې د (امن او ورورولۍ) په نوم پراخه ولسي مشاعره ترسره شوه، چې زرګونو کسانو پکې ګډون کړی و.
دغه مشاعره د سولې، امن، یووالي، مینې او ورورولۍ د فرهنګ د پیاوړتیا، د شاعرانو او فرهنګیانو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او د ادبي پیغامونو د خپرولو په موخه جوړه شوې وه.
د مشاعرې په پیل کې یو تن ژورنالېست ګډونوالو او شاعرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د سیمې د پخوانیو ناامنیو، د خلکو د قربانیو او اوسني امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري د سیمې له خلکو او راغلو شاعرانو مننه وکړه او د فرهنګي او ادبي پروګرامونو پر ارزښت یې خبرې وکړې. نوموړي د ټولنې په یووالي، د مثبتو پیغامونو په خپرولو او د خلکو د فکري روزنې په برخه کې د ادب او شعر رول مهم یاد کړ.
دغه راز یو شمېر شاعرانو او ترنم‌کوونکو د امن، سولې، مینې او ورورولۍ په اړه خپل چمتو کړي شعرونه او ترانې وړاندې کړې، چې ګډونوالو یې تود هرکلي وکړ.
د یادونې وړ ده، چې په دغه مشاعره کې د سیمې زرګونو اوسېدونکو ګډون کړی و. ګډونوالو د دې ډول ولسي فرهنګي او ادبي پروګرامونو جوړېدل د سولې د پیغامونو په خپرولو، د خلکو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ په پیاوړتیا او د ځوانانو د ادبي استعدادونو په پیاوړتیا کې مهم یاد کړل او د ورته پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۰۶/۱۵ هـ.ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۴۳
Background image

المار ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې 

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې او د المار ولسوالۍ د پوهنۍ آمریت په همکارۍ د ښوونځیو او مدرسو ګڼ شمېر زده کوونکو ترمنځ د مشرتابه (حفظه الله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۱۶
Background image

خوست کې د (امن او ورورولۍ) په نوم ولسي مشاعره ترسره شوه

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري او د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ د کرکټ یووالي جام کمېټې په همکارۍ، فرضي کرښې ته څېرمه سیمه کې د (امن او ورورولۍ) په نوم پراخه ولسي مشاعره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۱۴
Background image

میدان وردګو کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي مواد ووېشل شول

د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز میدان ښار کې د یوې پراخې ولسي غونډې پر مهال، د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوی) فرمان په اړه د عامه. . .

BACK TO NEWS