کاپیسا کې د شمالي ولایتونو له خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۳
..

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو د اتحادیې په ګډو همکاریو په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو د خصوصي او حکومتي رسنیو له خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ویاند قاري خبیب غفران، د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع او د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د اتحادیې رئیس حجت‌الله مجددي په شتون کې ترسره شوه.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم‌الله وثیق د دې غونډې موخه د خبریالانو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا وبلله او ویې ویل: د ژورنالیستانو او د حکومتي ادارو د مطبوعاتي مسوولینو ترمنځ همغږي د خبریالۍ د مسلکي فعالیتونو د لا ښه ترسره کېدو زمینه برابروي.
د غونډې په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویانو هم رسنۍ د لاسته راوړنو د انعکاس، د عامه افکارو جوړولو او د خلکو د ذهنونو د روښانه کولو په برخه کې مهمې وسیلې یادې کړې او زیاته یې کړه، چې د رسنیو د تخنیکي او اقتصادي ستونزو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره ناستې ترسره شوي دي.
ورته مهال، یو شمېر خبریالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبریالانو د ملاتړ او د ژورنالیستانو لپاره د مسلکي او عقیدوي برخو د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، چې مسوولینو په دې برخو کې د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

۱۴۴۸/۴/۲۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۵
Background image

سپرده شدن ۲۱ قلم آثار جهادی به ریاست اطلاعات و فرهنگ غزنی

این آثار جهادی، شامل آثار نظامی و یک جلد کتاب «دلایل‌الخیرات» است، که از یک شهید دوران جهاد بجا مانده و در آن آثار برخورد کلوله مشاهده می‌شود.
 این آثار جهادی که در ولسوالی اندر نزد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۲
Background image

برگزاری سیمینار معرفی جاذبه‌های سیاحتی و آثار تاریخی و نمایشگاه تصاویر در بلخ

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت بلخ، به‌منظور معرفی مناطق تاریخی، فرهنگی و سیاحتی این ولایت و جلب سیاحان داخلی و خارجی، سیمینار و نمایشگاه تصاویر را در باغ مسجد تاریخی نه‌گنبد، در ولسوالی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۲
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با خبرنگاران ولایات شمال در کاپیسا

اتحادیه ژورنالیستان آزاد افغانستان با هماهنگی ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا نشست هماهنگی میان خبرنگاران رسانه‌های خصوصی، دولتی و سخن‌گویان ادارات امارتی ولایت‌های پنجشیر، پروان و. . .

BACK TO NEWS