کاپیسا کې د شمالي ولایتونو له خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو د اتحادیې په ګډو همکاریو په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو د خصوصي او حکومتي رسنیو له خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ویاند قاري خبیب غفران، د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع او د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د اتحادیې رئیس حجتالله مجددي په شتون کې ترسره شوه.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریمالله وثیق د دې غونډې موخه د خبریالانو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا وبلله او ویې ویل: د ژورنالیستانو او د حکومتي ادارو د مطبوعاتي مسوولینو ترمنځ همغږي د خبریالۍ د مسلکي فعالیتونو د لا ښه ترسره کېدو زمینه برابروي.
د غونډې په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویانو هم رسنۍ د لاسته راوړنو د انعکاس، د عامه افکارو جوړولو او د خلکو د ذهنونو د روښانه کولو په برخه کې مهمې وسیلې یادې کړې او زیاته یې کړه، چې د رسنیو د تخنیکي او اقتصادي ستونزو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره ناستې ترسره شوي دي.
ورته مهال، یو شمېر خبریالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبریالانو د ملاتړ او د ژورنالیستانو لپاره د مسلکي او عقیدوي برخو د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، چې مسوولینو په دې برخو کې د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
۱۴۴۸/۴/۲۷ هـ ق
