د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۵۶
...

‏‎دوشنبه ( ۱۴۴۷ د شوال المکرم ۱۲مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول، په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د ۴۷ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۱۲۹ ټوکه صادره او وارد شویو کتابونو په اړه هم لازمې پرېکړې وشوې او ۲۲ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکي ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای د ۱۴۰۴ لمریز کال د راپور ارزونه وشوه او تایید شو او د نوي لمریز کال لپاره د دې کمېسیون د پلانونو او پروګرامونو په اړه هم نظرونه تبادله شول او اړینې پریکړې وشوې.
۱۴۰۵/۱/۱۰هـ ل

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۵
Background image

سپرده شدن ۲۱ قلم آثار جهادی به ریاست اطلاعات و فرهنگ غزنی

این آثار جهادی، شامل آثار نظامی و یک جلد کتاب «دلایل‌الخیرات» است، که از یک شهید دوران جهاد بجا مانده و در آن آثار برخورد کلوله مشاهده می‌شود.
 این آثار جهادی که در ولسوالی اندر نزد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۲
Background image

برگزاری سیمینار معرفی جاذبه‌های سیاحتی و آثار تاریخی و نمایشگاه تصاویر در بلخ

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت بلخ، به‌منظور معرفی مناطق تاریخی، فرهنگی و سیاحتی این ولایت و جلب سیاحان داخلی و خارجی، سیمینار و نمایشگاه تصاویر را در باغ مسجد تاریخی نه‌گنبد، در ولسوالی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۲
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با خبرنگاران ولایات شمال در کاپیسا

اتحادیه ژورنالیستان آزاد افغانستان با هماهنگی ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا نشست هماهنگی میان خبرنگاران رسانه‌های خصوصی، دولتی و سخن‌گویان ادارات امارتی ولایت‌های پنجشیر، پروان و. . .

BACK TO NEWS