د مزار بابا چینه کې به د سيلانيانو لپاره لازم سهولتونه رامنځته شي
د روزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي رحمت الله ریحان د چورې ولسوالۍ اړوند د مزار بابا له مشهورې طبعي چینې څخه د سيلانيانو د ستونزو د حل کولو، دچينې د وضعیت څېړلو او د لازمو اسانتیاو رامنځته کولو په موخه لیدنه وکړه.
مزار بابا چینه چي د چورې ولسوالۍ په یوه طبعي او سرسبزه سیمه کي پرته ده، له کلونو راهيسې د سیلانیانو یو مهم تفریحي ځای ګڼل کېږي، یاده سیمه د یخو اوبو، غرنۍ منظرې او طبیعي ښکلا له امله د روزګان تر څنګ د ګاونډیو ولایتونو د سیلانیانو پام هم ځان ته اړولی دی.
سیلانیان وایې: له دغه ښکلي چاپیریال څخه خوند اخلو، خو د ناستي ځای، د خوراکي موادو اسانتیا او د لارې خرابوالي مو تفریح نیمګړې کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس وویل: دا چینه یو ارزښتناک سیاحتي او کلتوري ځای دی، د اطلاعاتو او کلتور ریاست به هڅه وکړي، تر څو دلته اساسي اسانتیاوي برابري کړي. د سرک د رغونې، هوټل او پارک جوړونې لپاره به اړوندو ادارو ته طرحې وړاندې کړي.
۱۴۴۶/۱۰/۳۰ ق
