د مزار بابا چینه کې به د سيلانيانو لپاره لازم سهولتونه رامنځته شي

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۱:۱
cc

 د روزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي رحمت الله ریحان د چورې ولسوالۍ اړوند د مزار بابا له مشهورې طبعي چینې څخه د سيلانيانو د ستونزو د حل کولو، د‌چينې د وضعیت څېړلو او د لازمو اسانتیاو رامنځته کولو په موخه لیدنه وکړه.
مزار بابا چینه چي د چورې ولسوالۍ په یوه طبعي او سرسبزه سیمه کي پرته ده، له کلونو راهيسې د سیلانیانو یو مهم تفریحي ځای ګڼل کېږي، یاده سیمه د یخو اوبو، غرنۍ منظرې او طبیعي ښکلا له امله د روزګان تر څنګ د ګاونډیو ولایتونو د سیلانیانو پام هم ځان ته اړولی دی.
سیلانیان وایې: له دغه ښکلي چاپیریال څخه خوند اخلو، خو د ناستي ځای، د خوراکي موادو اسانتیا او د لارې خرابوالي مو تفریح نیمګړې کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس وویل: دا چینه یو ارزښتناک سیاحتي او کلتوري ځای دی، د اطلاعاتو او کلتور ریاست به هڅه وکړي، تر څو دلته اساسي اسانتیاوي برابري کړي.  د سرک د رغونې، هوټل او پارک جوړونې لپاره به اړوندو ادارو ته طرحې وړاندې کړي.

۱۴۴۶/۱۰/۳۰ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS