د ښوونیزو ژمنیو کورسونو څخه لیدنه وشوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۲:۱۵
cvbj

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک ‌زاده د دې ریاست د ځوانانو چارو آمر مولانا عبدالمطلب امیري په ملتیا د دغه ریاست د ځانګړو ژمنيو کورسونو څخه ليدنه وکړه چې په حصه‌اول او پريان ولسواليو کي جوړ شوي وو. 
په دې ليدنه کې د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئيس د ښوونيزو کورسونو له استادانو سره په خبرو کي وويل: د ځوانانو لپاره تعليم او د مهارتونو زده کړه د ټولنې په پرمختګ او ودې کې بنسټیز رول لري او د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه لري.  
ورپسې د ځوانانو چارو آمر مولانا عبدالمطلب امیري وویل: ځوانان دې د ښوونیزو فرصتونو څخه په غوره توګه ګټه پورته کړي، همدارنګه یې ځوانان د علم او فني مهارتونو زده کړې ته وهڅول؛ ښاغلي امیري زیاته کړه، چې ځوانان کولای شي د علم زده کړې او نوي مهارتونه په زده کولو سره راتلونکي کې د هېواد په پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي.  
په پای کې د دې ښوونیزو کورسونو زده کوونکو له مسوولینو څخه د دغه ډول کورسونو جوړولو په پار مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د لا پراختیا غوښتنه وکړه.

۱۴۴۶/۸/۲۱ هـ. س
۱۴۰۳/۱۲/۲ هـ. ل

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

برگزاری سیمینار «رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی و آبادی کشور» در تخار

سیمینار تحت عنوان «رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی و آبادی کشور» با هدف ارتقای سطح آگاهی جوانان پیرامون مسوولیت‌های دینی، اجتماعی و ملی آنان، در ریاست اطلاعات و فرهنگ تخار در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۴
Background image

نشست رییس اطلاعات و فرهنگ هرات با یوتیوبران و فعالان رسانه‌های اجتماعی

نشست هماهنگی رییس اطلاعات و فرهنگ هرات با شماری از یوتیوبران و فعالان رسانه‌های اجتماعی، به‌منظور بررسی چالش‌ها، شنیدن مشکلات و تقویت روند فعالیت‌های رسانه‌یی در این ولایت برگزار شد.
مو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۸
Background image

قانون حفظ آثار جهادی در ولایت میدان‌وردگ تشریح گردی

ریاست عمومی حفظ آثار جهادی به همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت میدان‌وردگ به اساس حکم زعیم کشور قانون حفظ آثار جهادی را تشریح کرد.
در این نشست، مفتی محمد طاهر احمد رییس عمومی حفظ آثار. . .

BACK TO NEWS