د ښوونیزو ژمنیو کورسونو څخه لیدنه وشوه
د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک زاده د دې ریاست د ځوانانو چارو آمر مولانا عبدالمطلب امیري په ملتیا د دغه ریاست د ځانګړو ژمنيو کورسونو څخه ليدنه وکړه چې په حصهاول او پريان ولسواليو کي جوړ شوي وو.
په دې ليدنه کې د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئيس د ښوونيزو کورسونو له استادانو سره په خبرو کي وويل: د ځوانانو لپاره تعليم او د مهارتونو زده کړه د ټولنې په پرمختګ او ودې کې بنسټیز رول لري او د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه لري.
ورپسې د ځوانانو چارو آمر مولانا عبدالمطلب امیري وویل: ځوانان دې د ښوونیزو فرصتونو څخه په غوره توګه ګټه پورته کړي، همدارنګه یې ځوانان د علم او فني مهارتونو زده کړې ته وهڅول؛ ښاغلي امیري زیاته کړه، چې ځوانان کولای شي د علم زده کړې او نوي مهارتونه په زده کولو سره راتلونکي کې د هېواد په پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي.
په پای کې د دې ښوونیزو کورسونو زده کوونکو له مسوولینو څخه د دغه ډول کورسونو جوړولو په پار مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د لا پراختیا غوښتنه وکړه.
۱۴۴۶/۸/۲۱ هـ. س
۱۴۰۳/۱۲/۲ هـ. ل
