دایکندي کې د رسنیو او حکومت ترمنځ ګډه کمیټه جوړه شوه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۵:۴۸
سیبلات

 دایکندي ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي: چې د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل په موخه د حکومت او رسنیو ترمنځ ګډه کمیټه جوړه شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس سید مصطفی صالح وویل: د دې کمیټې د جوړولو موخه معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې د اسانتیا رامنځته کول او د خصوصي محلي رسنیو د اداري ستونزو حل دی.
ښاغلي صالح ټینګار وکړ، چې ټولې رسنۍ باید خپلې خپرونې د اصولو او اسلامي شریعت مطابق برابرې کړي او د داسې مطالبو له خپرولو ډډه وکړي، چې د اسلام مبارک دین او د افغان اصیل کلتور سره په ټکر کې وي.
د خبریالانو د خونديتوب کمیټې مسؤل حسین شهاب وویل: دې کمېټه کې د ټولو رسنيو استازي شته، د ښاغلي شهاب په وینا؛ د دې کمیټې په جوړېدو سره به د رسنیو ټولې ستونزې په وخت حل کېږي.

۱۴۴۶/۶/۲۷ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۹ هـ ل

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۱۰/۱۴ - ۱۷:۵۷
Background image

د ولس غږ او د حکومت مسؤلیتونه په نامه لويه ولسي غونډه ترسره شوه.

(پنجشنبه ۱ رجب ۱۴۴۶) د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د افغانستان د خلکو غږ ادارې په همږغۍ د جلال آباد ښار په ستاره شرق هوټل کې نن ((د ولس غږ او د حکومت مسؤلیتونه)) په نامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۳:۱۶
Background image

ځوانان د پرمختګ محور او د اسلامي نظام ساتونکي دي

د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده د دې ولایت له ځوانانو سره د ليدنې په ترڅ کې په اسلامي نظام کې د هغوی په اساسي رول ټینګار وکړ او د افغانستان اسلامي امارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۳:۸
Background image

سرپل کې د کتاب لوستنې کلتور پنځوس سلنه زیات شوی

 د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وایي: چې په دې ولایت کې د ځوانانو، محصلینو، د مدرسو طالبانو او ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ د کتاب لوستنې او مطالعې کلتور پنځوس سلنه. . .

BACK TO NEWS