ځوانان د پرمختګ محور او د اسلامي نظام ساتونکي دي
د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده د دې ولایت له ځوانانو سره د ليدنې په ترڅ کې په اسلامي نظام کې د هغوی په اساسي رول ټینګار وکړ او د افغانستان اسلامي امارت لخوا يې له ځوانانو د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.
نوموړي وویل: ځوانان د هېواد د پرمختګ او پراختیا ستر مسؤلیت لري، باید په دې برخه کې هېڅ ډول بې پروايي ونه کړي، هغه زیاته کړه؛ اسلامي امارت د ځوانانو لپاره تل د لوړو زده کړو د زمینې برابرولو په برخه کې ملاتړ ته ژمن دی.
ښاغلي ملکزاده له ځوانانو وغوښتل، چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه پرته له کوم محدودیت څخه له دې ریاست سره شریک کړي.
هغه ځوانان د هېواد جوړونکي وبلل او ويې ويل: ځینې کسان په منفي تبلیغاتو سره غواړي، د اسلامي نظام پر وړاندې عامه ذهنیت خراب کړي.
ځوانانو د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هر اړخیزې همکارۍ له امله مننه وکړه او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.
۱۴۴۶/۷/۱ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۱۳ هـ ل
