سرپل کې د کتاب لوستنې کلتور پنځوس سلنه زیات شوی
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وایي: چې په دې ولایت کې د ځوانانو، محصلینو، د مدرسو طالبانو او ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ د کتاب لوستنې او مطالعې کلتور پنځوس سلنه زیاتوالی موندلی دی.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما وایي: په ځوان نسل کې هره ورځ د کتاب لوستلو شوق ډېرېږي او د کلونو جګړو وروسته د امنیت او سکون په فضا کې د کتاب لوستلو مینوالو کې د پام وړ ډول زیاتوالی راغلی دی.
هغه زیاته کړه؛ د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه پلي کړي او هڅه کوي، چې د کتاب او کتاب لوستلو کلتور د ځوانانو په منځ کې عام کړي.
د نوموړي په وينا؛ د دې ولایت د ځوانانو لپاره په عامه کتابتون کې د مطالعې لپاره اسانتیاوې برابرې شوې دي او د کتابتون دروازې هره ورځ د مینوالو پر مخ پرانیستې دي.
په همدې حال کې، د سرپل ځوانان د مطالعې او زده کړې زمینې برابرولو لپاره د اطلاعاتو او کلتور له ریاست څخه مننه کوي او د روزنیزو فعالیتونو د لا پراختیا غوښتونکي دي.
۱۴۴۶/۷/۱ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۱۳ هـ ل
