د ولس غږ او د حکومت مسؤلیتونه په نامه لويه ولسي غونډه ترسره شوه.

tawana_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۰/۱۴ - ۱۷:۵۷
باننا

(پنجشنبه ۱ رجب ۱۴۴۶) د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د افغانستان د خلکو غږ ادارې په همږغۍ د جلال آباد ښار په ستاره شرق هوټل کې نن ((د ولس غږ او د حکومت مسؤلیتونه)) په نامه لويه ولسي غونډه ترسره شوه، چې پکښې د ننګرهار ولايت مقام استازي، امنيې قوماندانۍ امنيتي چارو مرستيال او د بېلابېلو ادارو رئيسانو سربېره د کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو ديني علماوو، قومي مخورو، ځوانانو او د رسنيو استازو ګډون کړی وو.

د غونډې په پيل کې د افغانستان د خلکو غږ ادارې استازي مولوي محمد عارف ملکيار د ننګرهار ولايت مقام، د اطلاعاتو او کلتور له رئيس او کاري ټيم څخه مننه وکړه، چې له دوی سره يې په ښې همغږۍ دغه غونډه ترتيب کړې ده.

په غونډه کې د ولس په استازيتوب ځينو ځوانانو او قومي مخورو د ولس غږ او د حکومت مسؤلیتونو په اړه ځينې غوښتنې له مشرانو سره شريکې کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په استازولۍ د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهير خبرې وکړې او ټولو ته يې ډاډ ورکړ، چې زموږ د نظام د ټولو ادارو دروازې تل ستاسې پرمخ پرانستې دي او هرې غوښتنې ته مو په ورین تندي ښه راغلاست وايي.

هغه وويل: په ښار او ولسوالیو کې له ځوانانو او قومي مخورو سره ناستې او غونډې لرو، خو لله الحمد تراوسه موږ ته هېچا داسې شکايت يا ستونزې نه دي راوړي، چې په کومه اداره يا ارګان کې د دوی غوښتنې نه وي منل شوي او يا يې ستونزې نه وي څېړل شوي.

هغه زياته کړه؛ ډېر د شکر ځای دی، داسې يو اسلامي نظام لرو، چې مشران او مسؤلين مو په يوه فرش خپل ولس او مسؤلينو سره يوځای ناست او د هغوی ستونزې اوري.

قاري زهير له ټولو ځوانانو وغوښتل، زموږ دښمنانو اوس فکري جګړه شروع کړې، هېچا ته وخت مه ورکوئ، چې ستاسې اذهان په پوچو او دروغجنو تبليغاتو خراب کړي، د هغوی هرې خبرې ته په اسلامي او افغاني فکر غاښ ماتوونکی ځواب ورکړئ.

همدا راز د ولايت مقام استازي او د صحت عامې رئيس هم د غونډې ګډونوالو ته د خپلو اړوندو ادارو په استازيتوب خبرې وکړې او د هر ډول همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

په ورته مهال په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ننګرهار تياتر ټيم له لوري د موضوع په تړاو جوړه شوی ډرامه هم ګډونوالو ته وړاندې شوه، چې د ټولو د خوښۍ سبب وګرځېده.

ورپسې په غونډه کې د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالنور رسولي هم د يادې غونډې په تر سره کېدو خوښي وښوده او د ورته نورو غونډو داېرولو غوښتنه يې وکړه.

په پای کې په ۸ مادو کې د يادې غونډې پرېکړه ليک د استاد اورنګ صميم له لوري ولوستل شو، چې پکې د حکومتي مسؤلينو له لوري د ولس ټولو پوښتنو ته مثبت ځوابونه ويل شوي وو.

 

۱۴۰۳/۱۰/۱۳ ھـ ل

۲۰۲۵/۱/۲ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

کونړ کې د سیمه ایزو رسنیو خبریالانو ته روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د خبریالانو د همغږۍ د اتحادیې له لوري د یونسکو په مالي ملاتړ د کونړ سیمه ایزو رسنیو خبریالانو او یو شمېر امارتي ویاندویانو لپاره یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۵
Background image

د کډوالو له لنډمهالي کمپ څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر خبري آژانس رئیس او هم مهاله د کډوالو د عامه پوهاوي کمېټې مسؤول مولوي احسان الله حسان او د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الله زبیر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

BACK TO NEWS