دایکندي کې د رسنیو او حکومت ترمنځ ګډه کمیټه جوړه شوه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۵:۴۸
سیبلات

 دایکندي ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي: چې د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل په موخه د حکومت او رسنیو ترمنځ ګډه کمیټه جوړه شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس سید مصطفی صالح وویل: د دې کمیټې د جوړولو موخه معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې د اسانتیا رامنځته کول او د خصوصي محلي رسنیو د اداري ستونزو حل دی.
ښاغلي صالح ټینګار وکړ، چې ټولې رسنۍ باید خپلې خپرونې د اصولو او اسلامي شریعت مطابق برابرې کړي او د داسې مطالبو له خپرولو ډډه وکړي، چې د اسلام مبارک دین او د افغان اصیل کلتور سره په ټکر کې وي.
د خبریالانو د خونديتوب کمیټې مسؤل حسین شهاب وویل: دې کمېټه کې د ټولو رسنيو استازي شته، د ښاغلي شهاب په وینا؛ د دې کمیټې په جوړېدو سره به د رسنیو ټولې ستونزې په وخت حل کېږي.

۱۴۴۶/۶/۲۷ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۹ هـ ل

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۵۵
Background image

د کتابونو ارزونې کمېسيون نوبتي ناسته وشوه

دوشنبه (۲۳ د شوال‌المکرم ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپرونو چارو معينيت کې د باختر خبري آژانس د رئيس مولوي ضیاءالحق حقمل په مشرۍ د کتابونو ارزونې کمېسيون نوبتي ناسته وشوه.
ياده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۵۳
Background image

نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب برگزار شد

دوشنبه مورخ(۲۳ شوال‌المکرم ۱۴۴۶) نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب به سرپرستی مولوی ضیاءالحق حقمل رییس آژانس باختر در معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ برگزار شد.
در این نشست رییس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۵۲
Background image

نمایشگاه آثار هنری در ولایت هرات برگزار شد

انجمن خطاطان هرات به همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هرات نمایشگاه آثار هنری را در سالپن برنامه‌های علامه سلجوقی برگزار کرد.
آمر فرهنگ و هنر ریاست اطلاعات و فرهنگ هرات، رونمایی از. . .

BACK TO NEWS