د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه په غور کې د باختر اطلاعاتي آژانس د خبريال او د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دوو کارکوونکیو پر ټپي کېدو خواشيني څرګنده کړه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د باختر اطلاعاتي آژانس ټپي شوي خبريال او د غور د پېښې نورو ټپيانو ته د سملاسي روغتيا هيله وکړه.
د باختر اطلاعاتي آژانس يو خبريال او د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دوه کارکوونکي نن په فېروزکوه ښار کې په رامنځ ته شوې چاودنه کې ټپيان شول.
په دې چاودنه کې چې نن له غرمې مخکې وشوه، ١٣ تنه ووژل شول او ٩٧ تنه نور ټپيان شول.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرچينې وايي چې په پېښه کې د اطلاعاتو آمر محمد فاروق فاروقي، د باختر اطلاعاتي آژانس خبريال عطامحمد عزيزي او د دغه رياست د کتابتون مدير عبدالسلام هم ټپيان شوي دي او د ياد رياست ودانۍ زیانمنه شوې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري او د باختر اطلاعاتي آژانس رياست د ډار اچوونکو دغه بريد په کلکه غندي؛ د يادې پېښې د شهيدانو کورنيو ته د ډاډګيرنې مراتب څرګندوي او ټپيانو په ځانګړې توګه محمد فاروق فاروقي، عطامحمد عزيزي او عبدالسلام ته د بشپړې روغتيا هيله کوي.
کابل / د تلې ۲۷ مه / باختر
